د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په ۱۵ ګذر کې د ځمکې د تنظیم او بیا پراختیا پروژه پلې کیږي

17 حمل 1402

9600.jpg (1820 × 1024)

په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو پروژې په اړه د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم ریاست له لوري د څلورمې ناحیې د پنځلسم ګذر اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو. ټاکل شوې ده، د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا یوه پروژه په یاد ګذر کې چې، شاوخوا (۶.۲۲) هکټاره ځمکه او (۱۲۰) جایدادونه په بر کې نیسي، پلې شي ښاریانو ته واضح شوه چې، له پرمختللو ښاري معیارونو سره برابر او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو پر بنسټ د کور بیا موندلو په موخه کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، د ځمکې د استملاک پر ځای د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا له پرمختللې کړنلارې په ښاري پراختیا کې ګټه پورته کړي.  د څلورمې ناحیې په پنځلسم ګذر کې د یادې پروژې په پلي کولو کې د ښاریانو حقوق خوندي دي او د یادې سیمې اوسېدونکي به د ځمکو د پراختیا او تنظیم له لارې غوره ښاري تاسیساتو ته لاس رسی پیدا کړي. د ځمکو د تنظم او بیا پراختیا کړنلاره د استملاک پر ځای د ښاري پراختیا لپاره غوره بدیل ګڼل کیږي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا ریاست کارکوونکي چمتو دي، څو  په هغه غیر پلاني سیمو کې چې، په ماسټر پلان کې شته، تر تخنیکي پلانونو برابرولو وروسته پکې یو پر بل پسې بېلابېلې پروژې پلې کړي. ورته مهال د یاد ګذر اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د یاد پلان په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره هر راز مرسته کوي. ډیر ژر به د سیمې سروې د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا ریاست له لوري له څلورمې ناحیې سره په همغږۍ ترسره شي او له تخنیکي او پراختیايي پلان وروسته به پکې د پروژو پلي کولو په اړه اقدام وشي او یاد ګذر به په یوه پلاني سیمه بدل شي