د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا او داخلي پلټنې ریاستونو مسئولانو د اتمې ناحیې اړوند په رحمن مېنه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او د غاصبانو له لوري پکې د جوړو شویو ناقانونه تاسیساتو د ویجاړولو په اړه اقدام وکړ. د غصب شوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شو، څو هر څه ژر یاده سیمه پریږدي، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د اتمې ناحیې رئیس مولوي عبدالحی حکیمي وویل چې، مخکې د زرغونې سیمې لپاره په دې ځانګړې شوې ځمکه د غاصبانو له لوري یو شمېر ناقانونه تاسیسات جوړ شوي دي چې، ډېر ژر به په بشپړه توګه پاک شي
د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو
11 جوزا 1402