د خیرخانې کوتل د لومړۍ برخې د جوړولو چارې له سرای شمالي څخه د کوتل تر بازار پورې د (۳۷۱۰) مترو په اوږدوالي او د (۲۷) مترو په سور سره (۵۶) سلنه مخته تللې دي. اوس مهال د دې سړک د بنسټیزې برخې کار بشپړ شوی او ډېر ژر به قیرکولو ته چمتو شي. د یاد سړک د جوړولو قرار دادي شرکت د خوندیتوب مسایلو سربېره د کار په لړ کې په سړک اوبه شیندي څو د خاورو او دوړو له پورته کېدو څخه مخنیوی وشي او ښاریانو ته ستونزې رامنځته نه کړي. د خیرخانې کوتل سړک یو مهم ترانزیتي سړک دی چې، کابل د شمال له څوارلس ولایتونو سره نښولي او د دې سړک پراختیا د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، په راتلونکې کې، د دې سړک د دویمې برخې د پراختیا په اړه هم اقدام وکړي
د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې چارې ۵۶ سلنه مخته تللې دي
29 میزان 1402