د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مغولیانو د وخت د هنری آثارو نندارتون په اړه د کابل ښاروال پیغام

کابل ښار له اوږدي تاریخي او کلتوری مخینې سره تل د امپراطورانو او پیاوړو قدرتونو پام ځان ته را اړولي، د دي ښار اوسیدونکي له هرپلوه د لوړ کلتور او ښه مدنیت خاوندان پاتي شوي، کله چې کابل ښار د تیمورشاه ابدالي په وخت کې د پلازمیني په توګه وټاکل شو، دي ښار د ډيرو یرغلګرو پام ځان ته راوګرځاوه او په دي ښار په کراتو،کراتو یرغلونو دا ښار په کنډولو بدل کړ، تاریخي آثار هم له دغو یرغلونو خوندي پاتي نشول او یو شمیر لوړ بیه تاریخي آثار په ورستیو لسیزو کې د کورنیو جګړو په مهال له منځه وی وړل شول، کابل د تاریخي او باستاني آثارو په لرلو سره اوس هم د یو کلتوری او تاریخی ښار په توګه زمونږ د کلتور په آسمان کې ځلیږي.
د هغو پاچایانو په لړ کې چې کابل سره یې بي کچې مینه درلوده یو هم بابرشاه وو، چي د مغویانو امپراطوري بنسټ یې دلته کیښود او د آریایی کلتور د ودي او پراختیا پخاطر یې د هند په لور حرکت وکړ، د حکومت دوام لپاره یې د خپلو اولادونو په مټ هر یو شاه جهان،اورنګ زیب،اکبرشاه او ....ښه ولوبیده.
بابرشاه سره له دي چې ډیر هیوادونه نیولی وو، خو په دي ټولو ښایسته ځایونو کې یې کابل سره بی کچي مینه وه ان تر هغه ځایه چې د مرګ په وخت یې خپلو اولادونو ته وصیت وکړ ترڅو نوموړي په خپل جوړ کړی بڼ نني بابربڼ کې خاورو ته وسپاری او همداسي هم وشول.
پرته له شکه تاریخي آثار له دومره بدلونونو سره سره چې په وطن راغلل بیا هم د ټولو پلازمیني میشتو خلګو ویاړونه دي،  کابل ښاروالۍ د اړوندو ادارو په همغږي له دي تاریخي آثارو ساتنه کړي ترڅو پخواني ارزښتونه له نني آسانتیاو سره اړیکه ولری، د مغولیانو وخت د کلتوري میراثونو نندارتون جوړول د بابربڼ کې دا خپله د دي ښکارندوي کوی چې کابل ښاروالۍ دي مسایلو ته څومره پاملرنه لری، د تل په څیر د کابل ښار ټولو ښاریانو څخه هیله کیږي چې د تاریخي آثارو ساتني په برخه کې د اړوندو ادارو په همغږي مرسته وکړی او د دي ښار ښکلا په خپل هنر ښکاره کړي، ترڅو تاریخي آثار د هیرولو او ویجاړولو خوندې پاتي شي.