الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دارالامان سړک په اوږدو کې ډول ډول نيالګي کېنول شول

11554.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست، د ښاري سیمو دزرغونتیا په موخه، له دهمزنګ څخه تر دارالامان پورې د سړک منځ ګلدانونوکې د بېلابېلو ډولونو سلګونه نيالګي کېنول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې هکله وویل: د دغه ریاست  له قوریو څخه د روزل شویو نیالګیو سربېره، د رسیز فرهنګي او ټولنیز بنسټ له خوا د ښار په زرغونتیا کې د برخې اخیستنې په موخه، (۱۰۰) نیالګي هم مرسته شوي چې، په معیاري  توګه کېنول شوي او په دوامداره توګه به ترې ساتنه وشي. نوموړي له کابل ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د زرغونو سیمو د ساتنې او نیالګیو ته پر وخت اوبه ورکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او خپل ټولنیز او دیني مسئولیت دې ادا کړي