د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټې سنګي (میرویس مېدان) پورې د سړک د پراختیا پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

11556.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې اړوند له دهمزنګ سړک څخه تر کوټې سنګي (میرویس میدان) پورې د نوې جوړېدونکي سړک په اوږدو کې د خنډونو (تر استملاک لاندې ملکیتونو ) د پاکولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئيس انجنير عبدالمتين حنيف په وینا، د دغه سړک په اوږدو کې شاوخوا (٥٥) ملکيتونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې به يې مالکانو ته حقوق ورکړل شي. ښاغلي حنیف زیاته کړه، د ماسټر پلان له مخې، د دغه سړک د جوړولو او پراختیا په اړه اقدام شوی او دغه راز د سړک دواړو غاړو ته د سوداګریزو ودانیو لپاره د اقتصادي دهلېز(کوریدور) په توګه  تفصیلي پلان هم چمتو شوی دی چې، د کابل ښار اقتصادي ودې ته به نوره زمینه هم برابره کړي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې به د یاد سړک په اوږدو کې د خنډونو له پاکولو وروسته ډېر ژر پيل شي. دا مهم سړک به د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو د ریاست له خوا د ډیزاین شوې طرحې له مخې، د(۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور،د یوه معیاري سړک د تولو جزئیاتو په ګډون په دوه لینونو کې، د (۱۴) میاشتو په موده کې په اساسي بڼه جوړ شي، چې ورسره جوخت به  ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي