د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې

11562.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر په تایمني سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل او د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني له خوا په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو، د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. په هغو مراسمو کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رئیس په خپلو خبرو کې د دغې پروژې په پلي کولو کې د ښاريانو مرسته وغوښته او ژمنه يې وکړه چې، د سیمه ییزو او ښاري ستونزو د حل په موخه به په دې ناحیه کې د زرغونتیا او د نورو پارکونو د جوړولو چارې هم پيل شي. همدارنګه د څلورمې ناحیې رئیس وویل: د ښاریانو لپاره د ښکلا او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه؛ دغه پارک په (۱۰۰۰۰) متر مربع ځمکه کې چې، د احاطې دیوال، پلولارو جوړول دچمن کرل او د نیالګیو او ګلانو کېنول هم په کې شامل دي، د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د (۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.  نوموړي زیاته کړه چې، په راتلونکي کې به په یاد پارک کې د اوبو د یوې څاه د کیندنې، د زرغونتیا رامنځته کولو او نورو اړینو تاسیساتو لکه، د ماشومانو لپاره د تفریحي وسایلو، اوږدو څوکیو د نصبولو او د ساتونکي خونې د جوړولو په اړه هم اقدام وشي. دیادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې د یو شمېر هېوادوالو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده