د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د طبیعت په وړاندې د انسان مسئولیت

11564.jpg (1080 × 475)

انسان او طبیعت دوه هغه کلمې دي چې موږ یې د انسان د لومړي پيدایښت سره یو ځای اورو. د آدم(ع)  پیدایښت له خاورې(خټې) څخه د هغه جوړښت په لومړي ځل يې په وجود کې د آکسیجن (هوا) داخلېدل په طبیعت کې د ټولو موجوداتو په اړه ورته د علم ورکړه، خلافت، په طبیعت کې د را زرغونېدونکو او تر لاسه

کېدونکو توکو څخه د خوړو او ورځني ژوند د پر مخ وړلو لپاره له هغې ګټه اخیستل او بالاخره د هغه مړینه او بیرته په خاوره باندې بدلېدل دا هغه څه دي چې د انسان ژوره او نه بېلېدونکې اړیکه له طبیعت سره ثابتوي. کله چې موږ دې حقیقت ته ورسېدو چې، انسان په همدې طبیعت کې راڅرګندیږي، په همدې طبیعت کې رالویږي، له همدې طبیعت څخه ګټه اخلي او بېرته د همدې طبیعت غیږې (خاورې) ته ورځي، یعنې د انسان هر څه له طبیعت څخه پیل او په طبیعت کې پای مومي چې، له طبیعت پرته انسان ژوندی نشي پاتې کېدای، نو له دومره لویو احساناتو سره د انسان لپاره څه کول پکار دي؟ انسان ته د داسې یو مهربانه ملګري د دا ډول بې جوړې احساناتو په وړاندې کوم مسئولیت راجع ده او انسان یې باید په وړاندې کوم اعمال ترسره کړي؟ په دې لیکنه کې په همدې باندې بحث کوو چې، طبیعت انسان ته څه ورکړي او انسان یې باید په وړاندې څه وکړي. خو تر دې وړاندې لومړۍ طبیعت او ورپسې انسان تعریفوو:

طبیعت: 

د انسان په څلور خواوو کې ټول حیس او لمس کېدونکي توکي چې، هر ژوندې موجود ترې ګټه پورته کوي، طبیعت شمېرل کیږي. یا په بل عبارت، ځمکه او د ځمکې پر مخ دغه راز په اسمانونو کې د ټولو موجوداتو ټولګې ته چې، یو واحد خالق د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو لپاره خلق کړي دي همدې ته طبیعت وايي. په دغه تعریف کې که وکتل شي ویل شوي چې، د ځمکې پرمخ ټول موجودات نو انسان هم په همدې موجوداتو کې داخل شوو یعنې انسان هم د طبیعت جز ګڼل کېږي.

انسان:

د انسان د تسمې په اړوند بېلا بېل نظرونه شتون لري او پدې اړه بحث ډیر پراخ دی چې نشو کولای ټول پدې لیکنه کې را واخلو، خو پدې اړه یو نظر چې په انترنیتي برخه د ویکې فقې په سایت کې هم را اخیستل شوی داسې  دی: انسان په اصل کې نسیان دی او نسیان بیا هېرولو ته وایي، په دې توګه چې انسان له الله( ج ) سره خپل کړی عهد هېر کړی او انسان د ډیر استعمالېدونکي لفظ په خاطر لنډ(انسان) لوستل کیږي. یا وایي چې: انسان له اُنس څخه سرچینه اخلي او اُنس بیا مینې او محبت ته ویل کیږي، پدې معنی چې انسانان په خپل منځ کې مینه او محبت وکړي. د انسان د اصطلاحي تعریف په اړه انسان، بشر،او آدم هغه درې کلمې دي چې، په ټوله کې په انسان باندې صدق کوي، خو د لغت پوهانو په اند دا درې واړه کلمې سره توپیر لري چې کله د آدم کلمې باندې بحث کیږي نو یو ډول یې د انسان څخه هدف ده. د بیلګې په توګه، ښځه، نارینه ... دغه ډول کله چې د بشر او د انسان په اړه بحث کوو:  کله چې په قرآنکریم کې د بشر کلمه ذکر کیږي نو موخه یې د انسان ظاهري جسم، د هغه پوستکی او بدن وي. خو کله چې د انسان د کلمې ذکر راغلی دی نو بیا یې موخه د انسان داخلي جوهر یعنې د هغه استعدادونه او کمالات وي. په هر صورت که موږ له همدغه تشریحاتو څخه لاندې تعریف ترتیب کړو نو بسنه به وکړي. انسان له هغه اسکلیت یا جوړښت څخه عبارت دی چې، د خپل خالق د عبادت په موخه خلق شوی او په خپل منځ(انسانانو) کې په محبت، مینې او ورورولۍ باندې مکلف ګرځول شوی دی. دا چې اوس پدې باندې وپوهېدو چې انسان او طبیعت څه ته وایي، نو اوس پدې باندې بحث کوو چې طبیعت د انسان لپاره څه ورکړي دي، تر دې وروسته بیا پدې باندې بحث کوو چې انسان د دغه طبیعت په وړاندې کوم مسئولیت لري.

طبیعت انسان ته څه ورکړي دي؟

الله جل جلاله انسان ته دومره عزت او ارزښت ورکړی دی چې، د کائناتو ټول مخلوقات یې د هغه تابع کړي دي او دوی ته یې د ګټې لپاره ګرځولي دي، لمر او سپوږمۍ، باد او باران، غرونه او سمندرونه، ځنګلونه او بېدیاوې، ونې. حیوانات، د ځمکې لاندې کانونه او زیرمې، اونور، دا ټول مخلوقات د انسان د خدمت لپاره پیدا شوي دي، ترڅو دوی د هغه له نعمتونو څخه ګټه پورته کړي او غفلت ونه کړي. پدې اړه د لوی رب (ج) د سپيڅلي کتاب د الجاثیه سورة په ۱۳م نمبر آیت کې د کائناتو خالق دا ډول فرمایي: ژباړه: او ټول هغه څه چې، په اسمانونو کې دي او هر څه چې په ځمکه کې دي د خپل ځان له لوري ستاسو تابع کړي دي، په حقیقت کې په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي. له پورته مبارک آیت څخه په ښکاره ډول معلومیږي چې، طبیعت انسان ته څه ورکړي دي، پاکې اوبه، آکسیجن، له ځمکې څخه تر لاسه کېدونکي ډول ډول خوراکي توکي، ډول ډول میوې او نور. همدا ډول له اسمان څخه د باران، واورې اورېدل، لمر او سپوږمې او نور موجودات چې، ټول لوی رب (ج) د انسان د ګټې لپاره خلق کړي دي. دا چې جوته شوه دغه ټول موجودات د همدې طبیعت د یو بل موجود لپاره په خدمت کې دي او دومره لوی احسان پرې شوی دی، نو اوس یې همدغه موجود انسان ته په وړاندې څه کول پکار دي؟

د طبیعت په وړاندې د انسان مسئولیت څه دی؟

په ټوله کې که وکتل شي د انسان د پيدایښت او خلقت موخه، د لوی رب (ج) عبادت دی. لکه چې پاک رب( ج) فرمایي: ما ندي پیداکړي انسانان او پیریان، مګر د عبادت لپاره. که فکر وشي له عبادت نه موخه، یواځې او یواځې لمونځ، روژه، ذکات او حج نده، بلکې ددې تر خوا ټول هغه مسئولیتونه چې، د انسان په وړاندې پراته دي او انسان یې په ترسره کولو او نه ترسره کولو باندې مکلف ګرځول شوی هر یو یې په خپله بیا هم د لوی رب( ج) عبادت ګڼل کیږي. د بیلګې په ډول، انسان مکلف ګرځول شوی چې بل انسان ته به زیان نه رسوي او غوره مسلمان انسان هم هماغه ګڼل شوی کوم چې، دده له ژبې او لاس څخه بل مسلمان په عذاب او اذیت کې نه وي. 

پدې اړه د رسول الله مبارک صلی الله علیه والسلم په دې مبارک حدیث کې راغلي دي:

ژباړه: له عبدالله بن عمرو او جابر بن عبدالله رضي الله عنهم څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان هغه دی چې، له ژبې او لاس څخه یې مسلمانان په امن وي او مهاجر هغه دی چې، هغه څه پریږدي کوم چې خدای منع کړي دي. له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې، ما وویل: ای د خدای رسوله! په مسلمانانو کې کوم یو غوره دی؟ هغه وفرمایل: هغه څوک چې د هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن وي. نو کله چې غوره مسلمان انسان، له انسانانو څخه ددغه صفاتو درلودونکی مسلمان وګڼل شو، نو فکر وکړۍ چې موږ پدې اړه څه کړي دي؟  که ولېدل شي زموږ د هغه عمل له مخې چې، ترسره کوو یې د بیلګې په ډول هوا ککړوو، د هوا د ککړېدو له امله د بل انسان تنفس کیدونکی هوا ککړیږي، آیا زموږ ددې کړنې له امله بل مسلمان ته زیان ونه رسېده؟  دغه راز خپل کثافات بې ځایه غورځوو، لارې بندوو، یا ځینې نور ناوړه کړنې ترسره کوو، آیا موږ پرې نورو مسلمانان ته زیان ونه رساوه؟  یا موږ خپل کثافات په پاکو اوبو کې غورځوو، آیا موږ په طبیعت کې د الله (ج) ددغه لوی نعمت په وړاندې بې مسئولیتې تر سره نه کړه؟ ښکاره خبره ده چې، زموږ ځواب به پرته لدې چې، چپ پاتې شو او ځان ملامت وګڼو، بل څه نه وي. نو که چېرې یو مسلمان وغواړي چې د مسلمانانو تر منځ د غوره والی درجې ته ورسیږي باید هغه اعمال تر سره نکړي  کوم چې بل مسلمان ته زیان رسوي، چې دغه اعمال به زموږ د طبیعت په وړاندې مسئول پاتې کیدل وي، لکه هوا به نه ککړوو، کثافات به بې ځایه نه غوځوو، اوبه به نه ککړوو، د اوبو د بې ځایه مصروفولو څخه به ډډه کوو، خپل چاپېریال به پاک ساتو، غږيزه ککړتیا به نه رامنځته کوو، د هوا د لاپاک پاتې کیدو لپاره به ونې او بوټې کینوواو داسې نور، او هغه اعمال به تر سره کوو چې، طبیعت پرې ښکلې او بل مسلمان ته زیان ونه رسېږي، همدا په ټولنه کې د یو انسان مسئولیت دی چې د طبیعت په وړاندې یې لري. د یو آباد او سرلوړي افغانستان په هیله

پښتون امیدوار