الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له وزیرمحمداکبرخان څخه تر بي بي مهرو او قلعه موسی پورې د سړک په اوږدو کې نیالګي کېنول شول

11565.jpg (1820 × 1024)

 د لسمې ناحیې مسئولینو او اوسېدونکو په ګډه له وزیرمحمد اکبرخان څخه تر بي بي مهرو او قلعه موسی پورې د سړک په اوږدو کې بیلابېل ډوله نیالګي کېنول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: د دغه سړک په اوږدو کې (۸۰) نیالګي او (۵۰) مرسل ګلان د پارسا ښوونیز مرکز له لوري مرسته شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، پلان لرو ترڅو سلګونه نور نیالګي د دې سړک په اوږدو کې په معیاري توګه کېنوو او ساتنه یې وکړو. ښاغلي نوري له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه ترڅو د زرغونتیا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمدشاه الکوزي ډاډ څرګند کړ چې، ښاریان هڅول شوي ترڅو د ښاري سیمو د پراختیا په موخه، په خپلو سیمو کې د نیالګيو په کېنولو سره خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړي