د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

11567.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو دزرغونتیا په موخه، په پنځلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ناحیې د رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد، د زرغونتیا ریاست د مرستیال سراج الدین پټان، دګذر وکیلانو، عالمانو او دځوانانو شوراګانو د غړو له لوري د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله په یاده ناحیه کې جوړ شوي و، د پنځلسمې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل: موږ هڅه کوو ترڅو ددې ناحیې بېلا بېلې سیمې زرغونې کړو او ښایسته تفریحي او سمسور ځایونه رامنځته کړو. نوموړي زیاته کړه چې، د زرغونتیا د پلانونو په پلي کېدو کې د دې ناحیې د اوسېدونکو رول مهم دی او ژمنه کوي چې، په دې برخه کې به خپل ملي او دیني مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي. ورته مهال د زرغونتیا ریاست مرستیال د نیالګیو کېنولو او زرغونو سیمو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل: د زرغونو سیمو د بیارغونې او د پارکونو له جوړولو سربېره به په یاده ناحیه کې ګڼ شمېر نیالګي په معیاري توګه کېنول شي. ښاغلي پټان زیاته کړه چې، د ښار سمسورتیا او زرغونتیا په ښاریانو پورې اړه لري او اوس د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې شوې ده چې پر بنسټ به یې کابل ښار ډیر ژر په یوه ښکلي او زرغون ښار بدل شي. دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه چې، هر ښاري باید د خپل ښآر د ښایست او زرغونتیا په موخه، یو یو نیالګی کېنوي او ساتنه یې وکړي. د یادونې وړ ده چې، د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو د خپلې سیمې د زرغونتیا په موخه، یو شمېر نیالګي هم چمتو کړي وو چې، د دوی له دې نیک احساس څخه مننه وشوه