د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له سالنګ واټ څخه د دهن باغ تر څلورلارې پورې سړک په اوږدو کې سلګونه نیالګي کېنول شول

11587.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ زرغونتیا رياست له سالنګ واټ څخه د دهن باغ تر څلورلارې پورې سړک په اوږدو کې په سلګونو نيالګي کېنول، چې ساتنه او پالنه به يې په معياري ډول ترسره شي.  د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د نيالګيو دکېنولو د موسم په را رسيدو سره، دغه کار د ياد سړک په اوږدو کې د ونو د کمښت له امله ترسره شوى او د هغو ونو پرځای چې، پخوا د ترافيکي پيښو او يا د نباتي ناروغيو له امله له منځه تللې دي، د دغه رياست په قوریو کې روزل شوي نيالګي کېنول شوي دي. د ښاغلي متوکل په وینا، دغه نيالګي د یاد سړک په ګلدانونو کې د کېنولو او ښايست لپاره مناسب دي چې، د زرغونتیا رياست له خوا به يې پر وخت څارنه او پالنه وشي. نوموړي هيله څرګنده کړه چې، ټول ښاریان باید په ښار کې د نیالګیو او ونو په خړوب، ساتنه او پالنه کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي