د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو ګېنولو کمپاین تر سره شو

11602.jpg (1820 × 1024)

په ١٣مه ناحيه کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستيال انجنير عامر ياسر زمرک، د علماوو، ګذروکيلانو او د دې ناحیې د ځوانانو شوراګانو د غړو په ګډون ترسره شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د نيالګيو ايښودلو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل: د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست په ١٣مه ناحيه کې د زرغونو سیمو د پراختيا په موخه، د دې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې د زرګونو نيالګيو کېنولو ته چمتووالى لري. نوموړي د دې سیمې له اوسېدونکو څخه چې، د خپلو سیمو په زرغونتیا کې یې ونډه اخیستې مننه وکړه او د یوه زرغون او ښکلي کابل په جوړولو کې یې د ښاریانو رول مهم او ارزښتناک وباله. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ديارلسمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکو د خپلو سیمو د زرغونتیا په موخه، د بېلابېلو ډولونو (۲۸۵) نيالګي مرسته کړې ده