د ۲۲مې ناحیې د ۱۰م او ۱۱م ګذر اړوند د قلعه محسن په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري او د دوه ویشتمې ناحیې د رئیس مفتي سمیع الله سعید لخوا، په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په روان کال کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نویو پروژو د پیل د خبر ورکولو پرمهال وویل: د دغو فرعي سړکونو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل او ښاریانو ته د کاري فرصتونه رامنځته کولو په موخه، ترسره شوې دي. ښاغلي ناصري زياته کړه، د یادې ناحیې په ۱۰م ګذر کې سړک د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي او په ۱۱م ګذر کې سړک د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سور ، د لښتیو په ګډون په ټوليزه توګه د (٢٠) ميليونه افغانيو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. دغه راز د ٢٢مې ناحيې رئیس وويل: د دغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې د ښاريانو ډېری ستونزې هوارې شوې دي. نوموړي دسیمې د اوسېدونکو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې د نويو جوړو شويو سړکونو ساتنې ته به جدي پاملرنه کوي. د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې هره ورځ (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه
په ۲۲مه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول