الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قرغې سړک په اوږدو کې د زرغونتیا په موخه زرګونه نیالګي کېنول شول

11610.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا، د قرغې سړک په اوږدو کې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کارته مامورین له درې لارې څخه تر قرغې بند پورې زرګونه نیالګي کېنول شوي دي. د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په وینا، د ياد سړک په اوږدو کې د ونو د کمښت له امله، ډول ډول نيالګي کېنول شوي او په پام کې ده چې د مرسل زرګونه ګلان به هم کېنول شي. ښاغلي متوکل زياته کړه، تر دې مخکې د دغه سړک په اوږدو کې یو شمېر ونې د ترافيکي پېښو او نباتي ناروغيو له امله له منځه تللې وې، چې پر ځاى يې د دغه رياست له قوریو څخه نوي نيالګي په معیاري توګه کېنول شوي دي