د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پولي تخنیک په پوهنتون کې د ( زرغون میراث) تر نامه لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

11624.jpg (1820 × 1024)د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د بېلا بېلو ادارو مسئولینو، استادانو او زده کړیالانو په ګډون د ( زرغون میراث) تر نامه لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو. په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په خپلو خبرو کې د نیالګیو او زرغونو سیمو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: کابل ښاروالي به د ښار په کچه خپل د زرغونتیا پلانونه د ښاریانو په مرسته په ښه توګه پلي کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې، استادان او زده کړیالان به د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې خپلې طرحې له دوی سره شریکې کړې ترڅو یې پر بنسټ د ښایسته او زرغون کابل شاهدان و اوسو. دغه راز د پولي تخنیک پوهنتون استادانو ژمنه وکړه چې، د زرغونتیا په برخه کې د تخصصي او علمي څېړنو سربېره به، د نیالګیو کېنولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ همکار وي ترڅو وکولای شو ښایسته او سمسور کابل رامنځته کړو