الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې د ۴م ګذر اوسېدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

11626.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو د پسرلني کمپاین په لړ کې، د نهمې ناحیې د ۴م ګذر د دویمې برخې اوسېدونکو د (۳۰۰) نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات د یادې سیمې له اوسېدونکو څخه د مننې ترڅنګ له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، نیالګیو کېنولو فرصت له لارسه ورنه کړي او د خپل ملکیت مخې ته لږ تر لږه یو نیالګی کینوي او له هغه څخه دې څارنه وکړي. نوموړي زیاته کړه: هغه سیمې چې، د زرغونتیا وړ وي د اړوند ریاست او د دې ناحیې له لوري به په نښه او د ښاریانو په مرسته به یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشي