د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نښلوونکي سړک دجوړولو لومړني کارونه پیل شول

11628.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروالۍ د برابرې او دوامدارې پراختیا د اصولو پر بنسټ، د ۲۲مې ناحیې اړوند د بټ خاک له څلورلارې (ملالۍ څلورلارې) تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې پیل کړې. د کابل ښاروالۍ د زیربنايي پروژو د څارنې د آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دغه مهم نښلوونکی سړک (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵)متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د (۷۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۲) میاشتو په موده کې په اساسي بڼه جوړ شي. د یاد سړک په اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې یې (۹۰) سلنه مالکانو ته حقونه ورکړل شوي دي او پاتې نور به یې هم ترلاسه کړي. د دې سړک په اوږدو کې د خنډونو او یو شمېر استملاکي کورونو د ویجاړولو کارونه مخکې ترسره شوي  او د پاتې برخې به یې هم ډېر ژر ترسره شي. دغه سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته په معیاري توګه ډیزاین شوی چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او د بت خاک څلورلارې او ورڅېرمه سیمو په ترافیکي بهیر کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي