د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د آریانا په نوم يوې مؤسسې د ښار په زرغونتیا کې برخه واخېسته

11636.jpg (1200 × 675)

د ټولنې د پراختیا لپاره د آریانا بنسټ د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې د (۳۰۰) نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل:د ښار په زرغونتیا کې د یاد بنسټ له برخې اخیستنې څخه موخه، ښاریان د نیالګیو کېنولو او ساتلو ته هڅول دي او ددغه بنسټ له خوا مرسته شوي نیالګي د کارته نو په تپه کې په معیاري توګه کېنول شول او هیله کیږي ترڅو ښاریان د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال د یاد بنسټ استازي ژمنه وکړه چې، په نورو ناحیو کې به هم د نیالګیو کینولو په برخه کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ښاریانو له داسې نیکو کړنو ستاینه کوي