د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله د پخواني سړک پاتې برخه چې، د هوایي ډګر له سړک سره نښلول شوی، د درېیمې ناحیې اړوند د سیلو درېیم سړک، د ( تونسونو کوڅه) او د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان له قلعه ملک سیمې څخه د عیسی خېلو تر بازار پورې سړک، د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک جوړولو هغه درې پروژې دي چې، د چارو تر بشپړېدو وروسته د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خوا په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ ځينو مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، کابل ښاروال و ویل: د ښار په کچه د نویو سړکونو جوړول ډېر ارزښتمن کار دی او د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي او د خلکو ډیری ترانسپورتي ستونزې به ورسره حل شي. کابل ښاروال د ښار د پراختیا او دوامدارې ودې په موخه، په ښار کې د ګڼو نورو پروژو د پیل کېدو خبر ورکړ او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله د پخواني سړک پاتې برخه چې، د هوایي ډګر له سړک سره نښلول شوی،د (۶۰۶) مترو په اوږدوالي او (۱۶) متره سور سره د شپږو میاشتو په موده کې د (۱۱) ملیونه او (۵) سوه زره افغانیو په لګښت، په دریمه ناحیه کې د لښتیو او له (۳ څخه تر ۴) مترو په سور د پلولارو په ګډون د سیلو درېیم سړک، د (تونسونو کوڅه) د (۳۷۵) مترو په اوږدوالي او (۲۲ ) مترو په سور د جوړولو چارې د (۱۲) میلیونه او (۲۱۹) زره افغانیو په لګښت د (۱۰) میاشتو په موده کې، او د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان له قلعه ملک څخه د عیسی خېلو تر بازار پورې د یوه لښتي او دوو پلچکونو په ګډون سړک، چې (۱۴۰۱) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري د څه باندې(۱۰) میلیونه او (۴۷۰) زره افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې په اساسي تو ګه جوړ شوي دي
د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې