د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتصالات مخابراتي شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

11643.jpg (1820 × 1024)د اتصالات مخابراتي شرکت د قرغې بند په زرغون کمربند سیمه کې د پستې (۲۰۰۰) نیالګیو په کېنولو سره، د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د دغو نیالګیو د ایښودلو پر مهال له دغه شرکت څخه مننه  وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، خپل د زرغونتیا پلانونه د ښار په کچه د ښاریانو او خصوصي سکتور په مرسته پلي کړي، ځکه د یوه زرغون او هوسا راتلونکي لپاره د ښاریانو او خصوصي سکتور رول اغیزناک برېښيٍ. ښاغلي سجستاني زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ له خوا د میوه لرونکو او بې میوې  نیالګیو کېنولو لړۍ په ټول ښار کې روانه ده، چې، د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو کمپاین له پیله تر اوسه، څه باندې (۶۰۰) زره نیالګي کېنول شوي او دغه شمېره به دوه میلیونو ته لوړه شي، او د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کرل شویو نیالګیو د ساتلو او روزنې لپاره، د اوبو لګولو اغیزمن پلانونه پلي کوي. په همدې حال کې د اتصالات مخابراتي شرکت استازي ډاکټر خالد له کابل ښاروالۍ سره د نورو مرستو ژمنه وکړه او ويې ويل، چې په راتلونکي کې به ياد شرکت له کابل ښاروالۍ سره د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې لا زياته همکاري وکړي