د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دزرغون کمربند اړوند د تنګي غارو په سېمه کې دزرګونه نیالګیو کېنول دوام لري

11649.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د زرغون کمربند په دوام په تنګي غارو سېمه کې دڅه باندې پنځوس زره میوه لرونکو او بې میوې نیالګيو کېنول، تر لاس لاندې لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د ځنګلونو او زرغونو سېمو رامنځته کول، له یوې خوا د اورښتونو او بارانونو په موسم کې د اورښت لامل کېږي او له بلې خوا زرغون کمربند بیا په حقیقت کې د چاپېریال لپاره د فلټر حیثیت لري، په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي د زرغون کمربند پروژې د تنګي غارو په غونډیو کې، په (۲۱۰) هکتاره ځمکه کې د شاوخوا (۱٠۵) زره میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو په خړوبولو او پالنه بوخت دي. نوموړي زیاته کړه، چې په ياده سيمه کې د زرغونو سیمو د پراختيا او د ښکلي کابل رامنځته کولو په موخه، اوس تر(٥٠) زره زياتو نیالګیو د کېنولو چارې روانې دي څو دغه سېمه په يوه مناسب او ښکلې تفريحي ځای بدله شي. د یادونې وړ ده چې، د تنګي غارو په غونډیو کې زرغون کمربند اوس د اوبو د یوې زیرمې له لارې خړوبېږي، او په روان کال کې به د ونو او نیالګیو د خړوبولو په نیت د اوبو یوه بله زېرمه هم جوړه شي