د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

11651.jpg (1200 × 675)

د لسمې ناحیې اړوند په ۱۱م ۱۴م، ۱۵م او ۲۵م ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې او د لسمې ناحیې د رئیس مولوي نورالوهاب نوري او د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له خوا په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د لسمې ناحیې رئیس د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل: د یادو فرعي سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د ښاریانو ډېری ستونزې هوارې شوې او ژمنه یې وکړه چې، په راتلونکي کې به له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو کې هم ورته پروژې طرحه او پلي شي. دغه راز نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د خپلو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي. همدا شان د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي وویل: دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د هغو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د هواري په موخه چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي او ښاریانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره طرحه شوې وې. د نوموړي په وینا، په ١١م ګذر کې سړک د (٦٤٠) مترو په اوږدوالي او له ( ٣،٥ څخه تر ۵،۲)مترو په سور،  په ١٤م ګذر کې سړک د(٨٥٧) مترو په اوږدوالي او له(٤ څخه تر ۵،۴) مترو په سور، په ١٥م ګذرکې د (٦٩٠) مترو په اوږدوالي او (٤) متره سور او په ۲۵م ګذر کې سړک د (۷۱۵) مترو په اوږدوالي  او له (۳،۷ څخه تر ۴) مترو په سور د لښتیو په ګډون، په ټولیزه توګه د (۲۸ ) میلیونه افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. ورته مهال د کابل ښار د ګذر وکیلانو د شورا رئیس احمدشاه الکوزي د ښاریانو په استازیتوب د کابل ښاروالۍ له دغو کړنو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې، د ټولګټو پروژو په پلې کولو کې به له دغې ادارې سره لا زیاته مرسته وکړي.  د یادونې وړ ده چې، د دغو پروژو له لارې هره ورځ (۲۰۰) تنه ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه