الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ تر کوټه سنګي پورې د سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

11665.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، ترڅو د سړک بنسټيز کار ته زمینه برابره شي. د یاد سړک په اوږدو کې ۵۵ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ تر استملاکي چارو بشپړېدو وروسته به د سړک د پراختیا او جوړولو چارې پیل شي. دا سړک د ډیزاین له مخې ۳۲۲۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په دوه لیکو کې به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په ۱۴ میاشتو کې جوړ شي