له دارالامان ماڼۍ څخه د ګل باغ تر پله پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو او ویجاړولو چارې روانې دي ترڅو هرڅه ژر د سړک بنسټيز کار ته زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د آمر محمد حامد سادات په وینا؛ په اوومه ناحیه کې د ګل باغ سړک لومړۍ برخه په ټولیزه توګه (۳۲۰۰) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري چې، د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو، د بایسکیل چلولو د لیکو او نورو برخو په ګډون به د (۱۴)میاشتو په موده کې جوړ او په راتلونکې کې به د شلمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر تر سړک پورې وغځول شي. دغه سړک چې، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي، په جوړېدو سره به یې د کابل ښار معیاري او اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د ترافیکي بهیر په ویش کې به مثبت بدلون رامنځته شي
د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي