د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د یوه سړک د جوړولو چاري پیل شوي

11670.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوِي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د ۲۱م ګذر د نوي خواجه بغرا په سیمه کې د یو سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحيې مرستيال مولوي سراج الدين په دې هکله وويل: دغه سيمه له ښاري آسانتياوو څخه بې برخې ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به يې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي او دوی به ټولنيزو او ښاري آسانتياوو ته لاسرسی ومومي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: دغه سړک (۴۰۰) متره اوږدوالی او (۷،۵) متره سور لري چې دسړک غاړې لښتي په ګډون به، د (۷۵ ) کاري ورځو په موده کې په اساسي ډول جوړ شي. په ورته وخت کې محمد امين حقجو د۲۱م ګذر وکیل د یادې سیمې د اوسېدونکو په استازيتوب ددغې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې، د دغې پروژې په ترسره کېدو کې به دکابل ښاروالۍ له اړوندو مسئولینو سره همکاري وکړي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې په ياده سيمه کې د يو شمېر ښاریانو لپاره کاري زمینه هم برابره شوې ده