د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

11673.jpg (1200 × 675)

په دوه ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د یادې ناحیې د رئیس مفتي سمیع الله سعید، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو له لوري د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. د دوه ویشتمې ناحیې رئیس ښاریان د ښار زرغونتیا ته وهڅول او ویې ویل: په پلان کې ده ترڅو هغه سیمې چې، د زرغونتیا وړ وي زرغونې کړو او د یادې ناحیې له اوسېدونکو یې وغوښتل ترڅو په خپلو سیمو کې نیالګي کینوي او ساتنه یې وکړي. نوموړي وویل:کابل ښاروالي به خپل د زرغونتیا پلانونه د ښاریانو په مرسته پلي کړي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د خپلو سیمو په زرغونتیا کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د دستوخیل خیره بنسټ د رئیس سید الرحمن له لوري د ۲۲مې ناحیې د بېلابېلو سیمو د زرغونتیا په موخه، (۱۶۰) میوه لرونکي نیالګي، او د سیداګل په نامه د یوه بل ښاري له لوري د ناجو  (۱۰۰) نیالګي مرسته شوي دي