الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې په پارک کې د بېلابېلو نیالګیو د کېنولو چارې روانې دي

11679.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې په پارک کې د بېلابېلو نیالګیو کېنولو چارې روانې دي. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: په دغه پارک کې به د نیالګیو له کېنولو سربېره، د مرسل ګلان او نور زینتي بوټي هم کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې، له دې پارک څخه به په دوامداره توګه ساتنه وشي ترڅو په یوه مناسب او معیاري تفریحي ځای بدل شي. په وروستیو کې د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د سړکونو په ګلدانونو کې (۱۵۰۰) بیلابېل نیالګي کېنول شوي دي او دغه کار دوام لري