د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ - باغ بالا نښلوونکي سړک د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي

11682.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د بادام باغ - باغ بالا د نوي نښلوونکي سړک د بنسټيزې برخې د جوړولو چارې روانې دي، څو قیر کولو ته چمتو شي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړک جوړونې د آمر انجنیر محمد داود ځواب په وینا؛ دغه سړک (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې، (۴۰۰) متره یې قیر شوی او هڅه کیږي تر څو یې پاتې برخه هم قیر شي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سړک د خاورینې او بنسټیزې برخې کار په چټکۍ سره روان دی. څه موده وړاندې د غره په لمنه کې د دې پروژې پر وړاندې د شته خنډونو د کیندلو او هوارولو چارې هم ترسره شوې دي. د بادام باغ - باغ بالا نښلوونکی سړک د استنادي دیوالونو، لښتیو او پلو لارو په ګډون جوړیږي چې، څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي بهیر ووېشل شي