د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۲۲مه ناحیه کې یو تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

11701.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د تفریحي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه،د ۲۲مې ناحیې دویم ګذر اړوند د بګراميو په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې بشپړې او دکابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له خوا په داسې حال کې  چې د یادې ناحیې یو شمېر اوسيدونکو هم حضور درلود د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستې په هغه مراسمو کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له مالي ملاتړ او له غصب څخه د یاد پارک د ځمکې د بېرته راګرځولو په برخه کې د سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه. ښاغلي سجستاني د پارک د ساتنې په اړه وویل: د دغه پارک اصلي مالکان خپله د سیمې اوسېدونکي دي او ساتنه یې هم باید خپل مسئولیت وګڼي؛ ځکه کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه د ښاریانو له مرستې پرته له ټولو زرغونو سیمو څخه ساتنه وکړي. یاد پارک په(۱۴٠٠٠) متر مربع ځمکه کې د احاطې د دېوال، پلو لارو، د اوږدو څوکیو نصبولو، د خړوبولو لپاره د یوې څاه د کیندنې، چمن او ګلانو کرلو او نیالګیو کینولو په ګډون، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۸ میاشت په موده کې په معیاري توګه جوړشوی دی