الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړولو لومړني کارونه پیل شول

11703.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند د مزار هډې له لورې څخه د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړني کارونه پیل شول. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون ډیزاین شوی دی. ورته مهال د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو پر وړاندې د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې هم روانې دي. د دې سړک په اوږدو کې (۷۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به زیانمن کېدونکو ښاریانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د یاد سړک د دویمې برخې د کار د کیفیت او په ټاکلي وخت د پروژې له پلي کېدو څخه د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست انجنیران پر وخت فني او تخنیکي څارنې کوي. د خیرخانې کوتل سړک یو له مهمو سړکونو، اقتصادي دهلېز او د هېواد له شمالي ولایتونو سره د کابل د نښلولو برخه ده، چې د لومړي فاز د جوړولو او پراختیا چارې یې تېر کال د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې چې تر اوسه (۸۰) سلنه مخته تللې دي