د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ماين د شهیدانو په یاد د یوه څلي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

11705.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او بیړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرپرست مولوي عبدالرحمن زاهد له لوري په داسې حال کې چې د ماینونو د همغږۍ او پاکولو د دفتر رئیس قاري نورالدین رستم خیل، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د یوولسمې ناحیې رئیس حافظ مرنجان حیدر او یو شمېر نورو حکومتي مسئولینو هم شتون درلود د ماين د شهیدانو په یاد د یوه څلي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: په اصل کې د دې څلي جوړول د لارې د هغو شهیدانو وینو ته درناوی دی چې، خپل ځانونه یې د ماین په چاودونو کې له لاسه ورکړي دي.  نوموړي زیاته کړه کابل ښاروالي د دې سربېره چې ښاري زیربناوې او سړکونه جوړوي، ښاري ښکلا ته هم ځانګړی پام کوي ځکه، دا کار د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راولي. بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست وویل: د دې وخت را رسېدلی ترڅو له خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو یادونه وشي او د خپل ښار په آبادۍ او ښکلا کې ټول ملي او دیني مسئولیت ادا کړي. ورته مهال د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: د ډيزاين له مخې دا څلی د ٩ مترو په لوړوالي تاريخي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو د ماینونو د همغږۍ او پاکولو ریاست په مرسته د ١٢ میلیونه افغانیو په ارزښت په روان کال کې په کلاسیکه بڼه جوړيږي، چې د یوې څاه کیندل، د احاطې دیوال، او یوې کتابخانې جوړول یې هم د جوړولو په چارو کې شامل دي. نوموړي هیله وکړه ترڅو نورې ادارې په ځانګړې توګه ملي پانګوال د ښاري ښکلا په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي