الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي

11710.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پر دوام، د یاد سړک دواړو غاړو ته د (۳۷۱۰) متره په اوږدوالي او له (۲،۶ څخه تر ۳) مترو په سور سره د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي. د یاد سړک لومړۍ برخه، کیڼ لوري ته له سرای شمالي چوک څخه د کوتل تر بازار پورې د پلو لارو، لښتیو، استنادي دیوالونو، تم ځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړیږي او هڅه کیږي ترڅو یې چارې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په نږدې ورځو کې به د یاد سړک د درېیمې طبقې قیر چارې هم ترسره شي. د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست انجنیران د کار د لوړ کیفیت او په ټاکلي وخت د دغې پروژې د پلي کېدو په موخه، په دوامداره توګه خپلې فني او تخنیکي څارنې کوي. ورته مهال د کوتل سړک د دویمې برخې لومړني کارونه هم پیل شوي چې، د ښاریانو د خوښۍ او هرکلي وړ ګرځېدلي دي