الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۲۳م او ۲۴م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

11720.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د شپاړلسمې ناحیې په ۲۳م او ۲۴م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د رئیس مولوي محمد عارف کمالي، د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د شپاړلسمې ناحیې رئیس وویل: د دې کوڅو په جوړېدو سره به د اړوند ګذرونو د اوسېدونکو ډیری ستونزې حل شي او په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم پلې شي. د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست استازي وویل: په دې دواړو ګذرونو کې کوڅې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه جوړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، په ۲۳م ګذر کې کوڅې ۱۲۸۱ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري او په ۲۴م ګذر کې کوڅې ۱۶۳۹ متره اوږدوالی او له ۴ تر ۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون پرې په ټولیزه توګه ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې د ۵ میاشتو په موده بشپړې شوې