د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

حمزه خیره بنسټ د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

11722.jpg (1820 × 1024)

د ښار په زرغونتیا کې د بنسټونو او ادارو د برخې اخیستنې پر دوام، حمزه خیریه بنسټ د ۶۵۰ بېلابېل ډوله نیالګیو په چمتو کولو سره چې، د څلورمې ناحیې په شهرنو او د تایمنی پروژې د پنځم ګذر په پارکونو کې کېنول شول، د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: د څلورمې ناحیې پارکونه او زرغونې سیمې به د ښاریانو په مرسته پراختیا ومومي؛ ځکه د دې ناحیې ښاریان له کابل ښاروالۍ سره همکار دي. نوموړي د یاد بنسټ او د یوه خصوصي ښوونځي له زده کوونکو چې، د نیالګیو په کېنولو کې یې مرسته کړې وه مننه وکړه. ورته مهال د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل: ټاکل شوې ده د ښاریانو او بېلابېلو ادارو په مرسته د ښار په کچه د زرغونتیا پلانونه پلي او  کابل ښار به په یوه ښایسته او سمسور ښار بدل شي. نوموړي زیاته کړه، د حمزه خیریه بنسټ له لوري په چمتو شویو نیالګیو کې د مورپان، دیوار بید، شمشاد او مرسل ګلان شامل دي چې، د شهر نو او  تایمنی پروژې د پنځم ګذر په پارکونو کې په معیاري توګه کېنول شول