د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له حضوري چمن څخه د سیاه سنګ نقلیې پر لور د کارته نو سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې روانې دي، ترڅو د یاد سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د ښار په کچه هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به بیا ورغول شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست به په نږدې ورځو کې د هوايي ډګر او ورڅېرمه سیمو سړکونه هم بیا ورغوي
د کارته نو سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې روانې دي