د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د دویمې برخې په دریو پارکونو کې د بېلابېلو نیالګیو اېښودلو لړۍ روانه ده. د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې هکله وويل: په دغو پارکونو کې د بېلا بېلو نيالګيو د ايښودلو سربېره، د مرسل او زينتي ګلونو د ايښودلو لړۍ هم پیل شوې او دیادو پارکونو چمنونو ته به پراختیا ورکړل شي. د خیرخانې مېنې د دویمې برخې له پارکونو څخه په دوامداره توګه ساتنه او پالنه کیږي ترڅو په مناسبو تفریحي ځایونو بدل شي
د خيرخانې مېنې د دويمې برخې په پارکونو کې د بېلابېلو نيالګيو ايښودلو لړۍ روانه ده