د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په ۵۰م ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

11733.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې اړوند د ۵۰م ګذر د سولې په ښارګوټي کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۵۷۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري چې، د لښتیو او کوچنیو پلونو په ګډون د جوړېدو په حال کې دي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر چاپېریالي او ښاري ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، په دغه پروژه کې هره ورځ (۱۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده