الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د باغ بالا سړک په اوږدو کې پنځه سوه موسمي ګلان کېنول شول

11746.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د کارته مامورین له درې لارې څخه تر کارته پروان پورې د سړک په اوږدو کې پنځه سوه موسمي ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل: ټاکل شوې ده د ښاري ښکلا او سمسورتیا په موخه په ګلدانونو، پارکونو او نورو سیمو کې موسمي ګلان کېنول شي. د نوموړي په وینا؛ دا ګلان د زرغونتیا ریاست شنو خونو له لارې چمتو شوي وو چې، د تېر کال په پرتله ښه وده لري. ښاغلي متوکل له ښاریانو هیله وکړه چې، د نیالګیو او ګلانو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي او د ګلانو او ونو له پرېکولو او ایستلو څخه ډډه وکړي