د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاریانو په مرسته د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې پر وړاندې د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې ۷۴ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او اصولو له مخې به زیان منونکو کسانو ته يې حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا سړک د ډیزاین له مخې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون ډیزاین شوی دی چې، د مزار هډې له لوري د کوتل تر سره پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي