د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

11755.jpg (1820 × 1024)

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دارالامان سړک په ګلدانونو کې د مورپان او سرو ( ۱۰۰۰) نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د یاد شرکت له دغه نېک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د زرغونتیا په برخه کې خپل پلانونه د ښاریانو او خصوصي سکټور په مرسته پلي کوي، ځکه چې د زرغون او هوسا راتلونکي لپاره د ښاریانو او خصوصي سکټور رول مهم او ګټور دی. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو سربېره، اوس مهال د ښار په کچه د مرسل او نورو زینتي بوټو او ګلانونو د کېنولو لړۍ روانه ده. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کېنول شویو ګلانو او نیالګیو د ساتنې او پالنې په موخه، د خړوبولو اغېزمن پلانونه پلي کوي. ورته مهال د افغان بېسیم مخابراتي شرکت اجرایوي رئیس علي الله سروري وویل: د ښار زرغونتیا او ښکلا یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان ملي او دیني مسئولیت لري او ژمنه يې وکړه چې، په راتلونکې کې به هم یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره په بیلابیلو برخو کې همکار پاتې شي