الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

11759.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي(میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته  خنډونو (استملاکي ملکیتونو) د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او  (۳۰) متره سور لري، د جوړولو او پراختیا چارې به یې د خنډونو تر پاکولو وروسته پیل، او د (۱۴) میاشتو په موده کې بشپړې شي.  د یاد سړک په اوږدو کې (۵۵) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو مرکزي سړکونو څخه شمېرل کیږي چې په همدې موخه یې د ماسټر له مخې د پراختیا په اړه اقدام وشو