د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نولسمې ناحیې په ۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

11765.jpg (1820 × 1024)

د ۱۹مې ناحیې په ۲م ګذر کې په څرخي پله پورې اړوند د ملا محمد بابا سیمې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او د ۱۹مې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور فاتح او دکابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي لخوا په داسې حال کې چې، د سیمې مشران او یو شمېر اوسېدونکو هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د نولسمې ناحیې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو په وړاندې ستونزې حل او دوی ته ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. نوموړي دسیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتلو ته پام وکړي او ژمنه یې وکړه چې، ورته نورې پروژې به هم په یاده سیمه کې پلې شي. ورته مهال د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي وویل: د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې، په ټولیزه توګه ((۱۴۴۵)متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور لري، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د (۸،۶) میلیونه افغانیو په لګښت، د (۹۰) کاري ورځو په ترڅ کې په بنسټیزه توګه  جوړې شوې دي