د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نولسمې ناحیې په دوو ګذرونو کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

11768.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نولسمې ناحیې په ۳م او ۴م ګذر د تنګي غارو او څرخي پله په سیمو کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح په دې اړه  وویل: دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو لپاره د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې دي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، ددغو پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي خبرې وکړې او ویې ویل: په ۳م ګذر کې کوڅې چې، په ټولیزه توګه (۱۰۵۵) متره اوږدوالی او له (۳،۸ څخه تر ۴،۳) مترو پورې سور، او په ۴م ګذر کې کوڅې چې، (۱۰۶۷) متره اوږدوالی او له (۳،۵ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور لري په ټولیزه توګه د (۱۷،۹) میلیونه افغانیو په لګښت به د (۴) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، په هره پروژه کې هره ورځ (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده