د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي

11770.jpg (1820 × 1024)

! د څلورمې ناحيې د لومړۍ ګذر اړوند د تايمني پروژې په سيمه کې د يوه تفريحي پارک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په همکارۍ پيل شوې وې، روانې دي. د ښاري ښکلا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه؛ په دغه پارک کې چې، (۱۰) زره متره مربع مساحت لري، د احاطې دیوال، پلولارو ،د چمن کرل، د نیالګیو او ګلانو اېښودل شامل دي چې، چارې به یې د کابو (۴) میاشتو په موده کې، د (۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي.  د دغې پروژې له لارې یو شمېر ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده. د یادولو وړ ده چې، له دې وړاندې د دغه پارک د ځمکې له یوې برخې څخه؛ یو شمیر ښاریانو ناوړه ګټه پورته کوله، چې د دوی د دغه کار مخه ونیول شوه او د زرغونتیا او ښکلا په اړه یې اقدام وشو