د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

11772.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د ښاریانو په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند هوايي ډګر له څلورلارې څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو پر وړاندې شته خنډونو ( استملاکي ملکیتونو) د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنست؛ دغه سړک چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، دماستر پلان له مخې به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د (۲۰) کاري میاشتو په موده کې جوړ شي. د کابل ښار د معیاري ودې په موخه، د یاد سړک جوړول یو لومړیتوب وو چې، د کابل ښاروالۍ له لوري یې د جوړولو په اړه اقدام وشو. د دغه سړک په اوږدو کې (۵۰۱) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي ترڅو د دې ټولګټې پروژې په پلي کېدوکې ورسره مرسته وکړي