الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د میوې او ترکارۍ مارکېټ د سړک په اوږدو کې د ناجو څه باندې ۱۰۰ نیالګي کېنول شول

11776.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري، د څلورمې ناحیې اړوند د میوې او ترکارۍ مارکېټ د سړک په اوږدو کې د ناجو نیالګي کېنول شول. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د څلورمې ناحیې زرغونو سیمو ته د ښاریانو په مرسته پراختیا ورکول کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، دا نیالګي د کابل ښاروالۍ د قوریو له لارې چمتو شوي وو چې، په معیاري توګه کېنول شول. ښاغلي متوکل له ښاریانو غوښتنه وکړه ترڅو د دغو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د یادولو وړ ده چې، په راتلونکو ورځو کې به د یاد مارکیټ شاوخوا سړکونو په ګلدانونو کې سلګونه نیالګي او زینتي ګلان هم کېنول شي