د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

11780.jpg (1820 × 1024)

 د کابل ښار د دوامداره ودې او معیاري پراختیا په موخه، د ماسټر پلان له مخې له دارالامان ماڼۍ څخه تر ګل باغ پله پورې سړک د لومړۍ برخې پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د یاد سړک لومړۍ برخه د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې (۳۲۰۰) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري چې، د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او د څراغونو په ګډون یې لومړني کارونه پیل شوي او اساسي چارې به یې د (۱۴) میاشتو په موده کې بشپړې شي. دغه سړک  چې د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي، په راتلونکې کې به یې تر کابل- لوګر سړک پورې پاتې برخه هم جوړه شي چې، له یوې خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بل خوا به د کابل- لوګر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي