په ښاري سیمو کې د ښکلا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د ۲۹م او ۳۰م ګذر د سړک په اوږدو کې د مورپان سل نیالګي کېنول شول. د پنځلسمې ناحيې مرستيال مولوي سر اج الدين په دې اړه وويل: دغه نيالګي د زرغونتیا رياست د کارکوونکو له خوا په معياري ډول کېنول شوي او په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې ناحیې د اوسېدونکو په همغږۍ او مرستې سره به، د یادې ناحيې بېلابېلو سيمې زرغونې شي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د ښاري سیمو په زرغونتیا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او په دې برخه کې دې خپله ملي او ديني دنده ترسره کړي
د پنځلسمې ناحیې د ۲۹م او ۳۰م ګذر سړک په اوږدو کې د مورپان سل نیالګي کېنول شول