د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پنځلسمې ناحیې په ۲۱م ګذر خواجه بغرا سیمه کې د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړک ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې د دوه میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د دې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. دا سیمه له ښاري آسانتیاوو محرومه سیمه بلل کیږي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د خواجه بغرا جدید سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي
د پنځلسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د سړک جوړولو چارې روانې دي