الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ اصلي سړک د زیانمن شویو برخو د بیا رغولو چارې پیل شوې

11786.jpg (1820 × 1024)

له ښاري تاسیساتو څخه د ساتنې او څارنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي( میرویس میدان) څخه تر کمپنۍ چوک پورې د اصلي سړک د زیانمن شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي انجنیر احسان الله په دې اړه وویل: د دغه سړک دوه اصلي لیکې چې، د وخت په تېرېدو یې ځني برخې زیانمنې شوې وې، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله یې د بیارغونې چارې پیل شوې ترڅو یې له ویجاړېدو څخه  مخنیوی وشي. هغه سړکونه چې، دوخت په تېرېدو یې ځني برخې زیانمنې شوې دي، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به یو پر بل پسې بیا ورغول شي